الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نولسمې ناحیې په ناوه کلي کې د یوه سړک د جوړولو چارې روانې دي

15336.jpg (1820 × 1024)

د ښاري زیربناوو د پراختیا او د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا، د نولسمې ناحیې اړوند په ناوه کلي کې د یوه سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لا هم روانې دي. د سړک جوړولو دغه پروژه چې، (۵۱۰۲) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري د لښتیو، پلچکونو او نورو اساسي جزئیاتو د جوړولوپه ګډون به  د (۳۵.۴) میلیونه افغانیو په لګښت تر راتلونکو اتو میاشتو پورې په معیاري توګه بشپړه شي. دا سړک د ۱۹مې ناحیې اړوند سیمو کې د ترانسپورتي ستونزو په کمښت او اقتصادي وده کې خورا اهمیت لري. د سیمې اوسېدونکي د یادې پروژې له پلي کېدو څخه خوښ دي او ژمنه کوي چې، د  پلي کېدو په برخه کې به یې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي