الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې د سړک او کانال جوړولو چارې دوام لري

 15340.jpg (1820 × 1024)

د سردار محمد داود خان روغتون مخې ته د سړک او په وزیرمحمدخان سیمه کې د کانال جوړولو چارې روانې دي، او ټاکل شوې ده دغه پروژه په روان کال کې په اساسي ډول بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۳۹۱) متره اوږدوالی او (۲۵) متره سور لري، د لښتیو، ګلدانونو او پلولارو جوړول هم شامل دي. دغه راز د وزیر محمد اکبر خان له پنځلسم سړک څخه د صحت عامې تر څلولارې پورې د (۲۷۰۰) مترو په اوږدوالي او (۱.۲) مترو په سور سره د اوبو د یوه کانال د جوړولو چارې هم روانې دي. د یادونې وړ ده چې، د باراني موسم پرمهال، په دې سیمه کې د مناسب کانال د نشتوالي له امله اوبه سړکونو ته را پورته کېدې چې له امله یې ښاریان له ګڼو ستونزو مخ کیدل. اوس دغه پروژه د دې ستونزې د حل لپاره د یوې بنسټیزې حل لارې په توګه ترلاس لاندې نیول شوې ده. د یادې پروژې د پلي کولو له بهیر څخه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجینران فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي ترڅو د پروژې له کیفیت څخه په بشپړه توګه ډاډ تر لاسه شي