الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو څلورلارې په ګلدانونو کې په زرګونو موسمي ګلان کېنول شول

15348.jpg (1820 × 1024)

د ښاري  ښکلا د رامنځته کولو اود زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست لخوا د مکروریانو څلور لارې په ګلدانونو کې په زرګونو موسمي ګلان کېنول شول. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست فني مرستیال سراج الدین "پټان" په دې اړه وویل: د ښاري ښکلا او زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، په ګلدانونو، پارکونو او د ښار په نورو مهمو ځایونو کې د زرګونو موسمي ګلونو د کینولو او ساتنې برنامه د پلي کېدو په حال کې ده. ښاغلي پټان زیاته کړه چې، په دې پړاو کې، د سوسن، جعفري، شمشاد او نورو زینتي ګلانو نږدې زر بوټي د مکروریانو څلور لارې په ګلدانونو کې کېنول شول. له درنو ښاریانو څخه غوښتنه کیږي چې، د کېنول شویو نیالګیو او ګلانو په ساتنه او پالنه کې له کابل ښاروالۍ سره  مرسته وکړي  ترڅو په راتلونکي کې د یو زرغون او ښکلي ښار شاهدان و اوسو