الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې په ۱۳م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

 15350.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیې د دیارلسم ګذر اړوند په ده خدايداد سیمه کې د څلورو کوڅو د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه (۵۰۰) متره اوږدوالی او (۴.۲) متره سور لري، د لښتیو جوړول هم شامل دي ، چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به په معیاري او اساسي ډول بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده