تر لابراتواري آزمایښت او له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو وروسته د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک دویمه (وروستۍ طبقه) قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په وینا؛ د یاد سړک قیر چارې د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي او د کیفیت د تضمین په موخه، ټول کارېدونکي توکي تر کارونې وړاندې یو ځل په لابراتوار کې آزمویل کېږي. له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي ( میرویس میدان) پورې سړک (۳۲۲۶) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، تر اوسه یې (۸۴) سلنه چارې مخته تللې دي. دا سړک په یوه اصلي او یوه فرعي لیکه کې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د څراغونو نصبولو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. د یادونې وړ ده چې، د پروژې د کیفیت تضمین د قرارداد یوه برخه ده، په همدې توګه د پروژې د چارو تر بشپړېدو وروسته د تسلیمۍ پر مهال د پروژو د کار کیفیت یو ځل بیا په دقیقه توګه ارزول کېږي