الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې د شپې له خوا هم پیل شوې

15357.jpg (1820 × 1024)

د چارو د چټکتیا او  ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیا رامنځته کولو په موخه، د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې اوس د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست لخوا په دوو شفتونو (ورځ او شپه) کې ترسره کیږي. دغه سړک چې، د کابل ښار د یوولسمې او اوولسمې ناحیو اړوند د سرای شمالي له څلور لارې څخه د خیرخانې کوتل تر پورتنۍ برخې پورې غځېدلی،  (۳،۶۴۷) متره اوږدوالی او (۲۷) متره سور لري، او ټاکل شوې ده د نږدې یوه کال په موده کې په اساسي او معیاري ډول جوړ شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، ۶ پلچکونو، پلولارو، د ګلدانونو، د (۱۳۰۰۰) متر مکعب استنادي دیوالونو او د موازي پارکینګ جوړول، په سړک د کرښو اچول، څراغونو او د ترافیکي نښو نصبول، او د یوه معیاري سړک نورجزیات هم شامل دي. د دې پروژې په بشپړېدو په سره به له یوې خوا د کابل د شمال زون ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د هېواد د ۱۴ شمالي ولایتونو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې هم رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې،  په همدې سیمه کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د ختمولو په موخه د دې سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم د کابل ښاروالۍ لخوا روانې دي