الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ سړک د چارو بشپړېدل د کابل ښاروالۍ لپاره لومړیتوب لري

15364.jpg (1820 × 1024)

له سرای شمالي څخه د نادریې لېسې تر څلور لارې پورې د بادام باغ سړک د چارو بشپړېدل چې، د بره کي څلور لارې پر ځای له بدیلو لارو څخه ګڼل کیږي، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه لپاره لومړیتوب لري. د کابل ښاروالۍ مشرتابه ټینګار کوي چې، دا پروژه باید په لنډ وخت کې بشپړه شي ترڅو د بره کي څلور لارې د چارو چټکتیا ته لاره هواره شي.  د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا، اوس مهال د دې سړک د پاتې بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي او ډیر ژر به قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دغه پروژه کې چې، (۳۲۸۹) متره اوږدوالی، (۲۰) او (۳۰) متره سور لري، د لښتیو، پلولارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د دې پروژې د ځنډ لامل د سړک په اوږدو کې د برېښنا ستنو (پایو) شتون وو چې، اوس دا ستونزه هواره شوې او  د جوړولو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي. د پلان له مخې، دا سړک به په روان کال کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي