الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل پوهنتون سړک د بیارغونې چارې روانې دي

 15368.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې ناحیې اړوند له کارته سخي څخه د پوهنتون تر وروستي تم ځای پورې د کابل پوهنتون سړک د بیارغونې چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا روانې دي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د کارکوونکي انجنیر عبدالروف شریفي په وینا؛ د یاد سړک ځیني برخې چې د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې وې، تر  فني او تخنیکي  څېړنو  وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله بیارغول کېږي. د یاد سړک  (۸۴۰۰) متر مربع برخه چې، لښتي، پلې لارې، او د سړک د دواړو خواوو جدولونه هم پکې شامل دي  بیارغول کیږي. د یادونې وړ ده چې، د ښاري زیربناو د ساتنې په موخه به، د ښار یو شمېر سړکونه  تر فني او تخنیکي څیړنو وروسته په اساسي توګه بیا ورغول شي