الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د یو فرعي سړک او څلورو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي

15370.jpg (1820 × 1024)د پنځمې ناحیې اړوند په پنځم ګذر کې د یو فرعي سړک او څلورو کوڅو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ لخوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې چې، (۵۹۰) متره اوږدوالی او له (۴) څخه تر (۶) مترو پورې سور لري، د لښتیو جوړول هم شامل دي، چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې  به په معیاري او اساسي ډول جوړ شي. دغه پروژه د ښاریانو د چاپیریالي ستونزو د حل او دوی ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، د پلي کېدو په حال کې ده