الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د صحت عامې څلورلارې د ګلدانونو د ښکلا چارې روانې دي

15374.jpg (1820 × 1024)

د ښاري سیمو د ښکلا او زرغونتیا په موخه، د صحت عامې څلورلارې شاوخوا ګلدانونو د ښکلا چارې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا روانې دي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل: د ګلدانونو له اصلاح وروسته به زرګونه ګلان او زینتي بوتي کېنول شي او په دوامداره توګه به ترې ساتنه کیږي. ښاغلي متوکل زیاته کړه چې، د ښاري ښکلا او زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د ښار په ټولو ګلدانونو، پارکونو او نورو مهمو ځایونو کې د زرګونو موسمي ګلانو د کینولو او ساتنې برنامه د پلي کېدو په حال کې ده. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د کېنول شویو نیالګیو او ګلانو په ساتنه او پالنه کې له کابل ښاروالۍ سره  مرسته وکړي  ترڅو په راتلونکي کې د یو زرغون او ښکلي ښار شاهدان و اوسو