د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې د دویم ګذر اړوند د هوتخیلو په سیمه کې د دوو کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي دغه پروژه چې، (۸۲۵) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر (۴.۶) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون یې تر اوسه (۶۵) سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو پنځلس ورځو پورې بشپړه شي د نهمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالغفور غفوري په دې تړاو وویل: تر دې وړاندې د کوڅو د خرابوالي له امله د سیمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ ؤ چې، د نهمې ناحیې په وړاندیز د دوی دغې ستونزې ته رسېدنه وشوه. نوموړي زیاته کړه چې، د دغو کوڅو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او دوی ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي
د هوتخیلو په سیمه کې د دوو کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي