الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې په اووم ګذر کې د څلورو فرعي سړکونو د کانکریټ چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

15380.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې د اووم ګذر اړوند د قلعه وزیر سیمې په دانش مېنه کې د څلورو فرعي سړکونو د کانکریټ چارې (۶۵) سلنه پرمخ تللې دي. دغه فرعي سړکونه چې په ټولیزه توګه (۱۰۳۰) متره اوږدوالی او له (۴.۷) څخه تر (۵.۹) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون به د راتلونکو (۲۰) ورځو  په موده کې په اساسي توګه جوړ شي. د یادو پروژو د کار د کیفیت د تضمین په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژو کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده