الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوایي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نښلوونکي سړک قیر چارې روانې دي

 15383.jpg (1820 × 1024)

د هوايي ډګر له څلور لارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نښلوونکي سړک د پاتې برخې قیر چارې روانې دي، او ټاکل شوې ده چې دغه مهمه پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو آمر انجنیر محمد حامد "سادات" په وینا، دغه سړک چې د (۲۷۹۴) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره ډیزاین شوی دی، (۱۵۰۰) متره برخه یې څه موده وړاندې قیر شوې ده، او اوس مهال یې د پاتې برخو د قیر چارې  په ښه کیفیت او معیاري توګه پر مخ روانې دي. نوموړي زیاته کړه: د دې پروژې په چوکاټ کې، د اوبو د یوه کانال، کانکریټي پلچکونو، لښتیو، پلولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم په پام کې نیول شوي دي. د دې سړک په جوړیدو سره به له یوې خوا د صحت عامې، مکروریانو او هوایی ډګر څلولارو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت و مومي، او بله خوا به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي