د کابل ښار په شپږو مهمو او ګڼه ګوڼې لرونکو سیمو کې د پلو لارو د بیارغولو چارې روانې دي. په دغو سیمو کې د زرنګار پارک شاوخوا، د ده افغانانو له درې لارې څخه تر زیر زمینۍ پورې، د معارف وزارت مخې ته، د ستوماتولوژي او رابعه بلخي روغتونونو، د ګلبهار سوداګریز مرکز له مخې څخه د صدرات تر څلور لارې، او د فروشګاه له سیمې څخه تر شاه دو شمشیره جومات پورې پلې لارې شاملې دي. په دې پروژه کې په ټولیزه توګه د (۳۴۷۰) مترو په اوږدوالي او د( ۱،۲) مترو په لوړوالي د اوسپنیزو کټارو نصب او رنګول، د (۱۹۳۱) مترو په اوږدوالي، د (۲، ۳ او ۵) مترو په سور سره د پلولارو جوړول؛ دسړک غاړې لښتیو پوښښ او د جدولونو بیا رغول، د زرنګار پارک شاوخوا کې د ( ۲۴۰۰) مترو په اوږدوالي سړکونو باندې دکرښو اچول او د (۶۲) ترافیکي نښو نصبول هم په پام کې نیول شوي دي. د یادې پروژې له پلي کېدو څخه موخه، د پلو لارویانو د تګ راتګ په برخه کې د نظم رامنځته کول، د ترافیکي ګڼه ګوڼې کمښت او د ښاري چاپېریال ښکلا او معیاري کول دي
د ښار په شپږو مرکزي برخو کې د پلولارو د بیارغونې چارې روانې دي