د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې د لومړي ګذر اړوند په پراچي سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې،(۷۳۰) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري، د لښتیو او (۳) پلچکونو په ګډون یې تر اوسه (۵۶) سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر نږدې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او ټولنیزې ستونزې هوارې شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
په څوارلسمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي