الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو سړک د فرعي لیکو د جوړولو چارې روانې دي

15391.jpg (1820 × 1024)

د کارته نو له درېیم سړک څخه د کارته نو تر تپې پورې د (۱۱۰۰) او (۱۵۰۰) مترو په اوږدوالي او د (۱۱.۶) مترو په سور سره د فرعي لیکو د جوړولو چارې په ښه کیفیت او چټکۍ سره روانې دي ترڅو هرڅه ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. تر دې وړاندې دیاد سړک ښي خوا ته لیکه قیر او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده او اوس مهال یې کیڼ خوا ته دویمه لیکه هم قیر کولو ته چمتو شوې ده. د دغو فرعي سړکونو په جوړیدو سره به له یوې خوا په سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته دتګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. پاتې دې نه وي چې، د فرعي سړکونو د جوړولو په دغه پروژه کې د استنادي دېوالونو، لښتيو، پلچکونو، ګلدانونو او پلو لارو جوړول هم شامل دي