ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د شپږمې ناحیې د لومړي ګذر اړوند په کارته سه سیمه کې د پنځو فرعي سړکونو د پلو لارو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شوې وې، د بشپړیدو په حال کې دي. دغه پلې لارې (۲۴۰۰) متره اوږدوالی او په بېلابېلو سورونو سره چې، په ټولیزه توګه (۵۴۲۷) متر مربع کېږې، د هېواد دننه د تولید شویو تېږو په کارولو سره جوړېږي. د یادونې وړ ده چې، د دغو فرعي سړکونو د جوړولو چارې تېر کال د (۱۱۲۸) مترو په اوږدوالي، د (۱۶) او (۲۰) مترو په سور سره د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شوې وې چې، څلور سړکونه یې تر قیر کولو وروسته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوي او د یوه بل سړک د جوړولو پاتې چارې روانې دي چې، په نږدې راتلونکې کې به هغه هم قیر شي. د یادو سړکونو جوړېدل د ترافیکي بهیر د ویش او د یوه سالم ښاري چاپېریال د رامنځته کېدو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري
په کارته سه سیمه کې د پنځو فرعي سړکونو د پلو لارو د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي