الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړلو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

15402.jpg (1820 × 1024)

 د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د ( کابل-جلال آباد سړک) د لومړۍ برخې د جوړولو چارې، (۳۳) سلنه پرمخ تللې دي او هڅه کېږي،چې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې،  (۹۳۹۷) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د پلو لارو، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو، تم ځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي. کابل ښاروالۍ د ګڼې ګوڼې د ستونزو په درک کولو او په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، له پکتیا کوټ څخه تر تنګي غارو پورې د (۱۰.۲۵۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰ )مترو په سور سره د یاد سړک د دویمې برخې دجوړولو چارې هم پیلوي. د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار د ختیځ زون اقتصادي ودې ته زمینه برابره او په ترافیکي او ترانسپورتي برخو کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي