د ښاري ښکلا او د زرغونو سیمو د پراختیا برنامو د پلي کولو پر دوام،له حضوري چمن څخه د کارته نو تر تپې پورې د کارته نو سړک د ګلدانونو د بیارغونې چارې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا روانې دي. د یاد سړک په اوږدو کې د شته ونو د ساتلو سربېره، د ۱۴۰۴ لمریز کال د پسرلي له پیل څخه تر اوسه شاوخوا پنځه زره مرسل ګلان کېنول شوي دي او په پلان کې ده چې، تر لس زره نور فصلي ګلان هم په دې ګلدان کې کینول شي. دغه راز څه موده وړاندې د یاد ګلدان د خړوبولو په موخه، په لمریزه برښنا سمبال یوه څاه هم کېندل شوې او له دې سربېره (۳) زره متر مربع چمن هم پکې کرل شوی دی. د ښاري نظم د رامنځته کولو او د زرغونو سیمو د پراختیا په نیت، د پخوانیو کټارو د بیارغونو او د نویو کټارو د نصبولو چارې هم روانې دي ترڅو ښاري ښکلا رامنځته او ترافیکي بهیر منظم شي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست هڅه کوي څو د داسې برنامو په پلې کولو سره، له یوې خوا ښار ته ښکلا ور وبښي او بله خوا به ښاریانو ته سوکالي رامنځته کړي
د کارته نو سړک د ګلدانونو د بیارغونې چارې روانې دي