الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل - لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې پیل شوې

15408.jpg (1820 × 1024)

د کابل-لوګر سړک د لومړۍ برخې قیر چارې د بنسټیزو برخو تر بشپړیدو وروسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنایي پروژو آمر انجنیر محمد حامد "سادات" په وینا، د دې سړک قیر چارې د ودانیزو توکو له لابراتواري ازمویښت  وروسته پیل شوي ترڅو د کار کیفیت تضمین شي. نوموړي زیاته کړه: اوس مهال، د دې سړک یو کیلومتر برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده، او په ورته وخت کې، د پاتې نورو برخو په جوړولو هم کار روان دی. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، د نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې، (۷) کیلومتره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د لښتیو، پلولارو، د موټرو تمځایونو، او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د کابل-لوګر سړک چې، د کابل ښار په سویلي زون کې یو له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه ګڼل کیږي. کابل ښاروالۍ یې د اهمیت په پام سره، هوډ لري چې په راتلونکي کې د دې سړک دویمه برخه د چرخ آب له سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې هم جوړه کړي