د شپاړلسمې ناحیې اړوند له قلعه زمان خان څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د (۱۶۴۵) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د (۲۰۱) مترو په اوږدوالي، (۱.۵) مترو په سور او د (۱.۵) مترو په ژوروالي یوه کانال، د (۱۷، ۳۱ او ۴۵) مترو په اوږدوالي او د (۱.۵) مترو په سور د (۳) پلچکونو او د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ یوه پله جوړول هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې له بېلابېلو پړاوونو څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
له قلعه زمان خان څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي