الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خواجه بغرا له ګولايي څخه تر قصبې پورې سړک د جوړولو چارې روانې دي

15427.jpg (1820 × 1024)

د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ښار په شمالي زون کې د ترافیکي بهیر د ښه والي په موخه، د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا له ګولايي څخه تر قصبې (میرزا عبدالقادر "بیدل" سړک) پورې سړک د جوړولو چارې، د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان پر بنسټ روانې دي. دغه سړک چې، (۶۷۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د ټرافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا ډیزاین شوی دی. په دې پروژه کې د (۲۰) مترو په اوږدوالي او (۱.۳) مترو په سور سره یو پلچک او د یو معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي، چې د روان کال په اوږدو کې به په معیاري او اساسي ډول جوړ شي. د یادې پروژې د کار د کیفیت د تضمین په موخه، په بېلابېلو پړاونو کې د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو له خوا فني او تخنیکي څارنې ترسره کېږي