د دولسمې ناحیې اړوند د سلیم کاروان له ښارګوټي څخه د احمدشاه بابا مېنې تر (۵۰) متره سړک پورې د سړک جوړولو چارې چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې دي، په دوامداره توګه روانې دي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۷۳۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د لښتیو، پلولارو، ګلدانونو او بایسکل چلولو لیکو جوړول، په سړک دکرښو اچول او د یو معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي او ټاکل شوې ده چې د پنځومیاشتو په اوږدو کې به په اساسي توګه بشپړه شي. د دې سړک په جوړیدو سره به په سیمه کې ترانسپورتي ستونزې هوارې او اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي
د سلیم کاروان له ښارګوټي څخه د احمدشاه بابا مېنې تر ۵۰ متره سړک پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي