الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په درېیم ګذر کې د کانکریټ چارې ۹۵ سلنه پرمخ تللې دي

15435.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې د درېیم ګذر اړوند د چهلستون (جنګلک) په سیمه کې د (۶۸۴) مترو په اوږدوالي او له (۳) څخه تر (۴) مترو په سور سره، د دوو کوڅو کانکریټ چارې تر اوسه (۹۵) سلنه پرمخ تللې دي او ټاکل شوې ده چې تر راتلونکې یوې اونۍ پورې بشپړې شي. دغه پروژه د ښاري ستونزو د له منځه وړلو، د سړکونو د ښه والي او ښاریانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ لخوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې کېږي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د چارو د کیفیت او چټکتیا په موخه، د دې پروژې له بېلابېلو پړاوونو څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د لښتیو جوړول هم شامل دي