د اتمې او شپاړلسمې ناحیو اړوند له کارته نو ( د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) څخه د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. دسړک جوړولو په دغه پروژه کې چې، (۳۰۷۰) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د استنادي دېوالونو، لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبولو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي د یادې پروژې د کار د کیفیت د تضمین په موخه، په بېلابېلو پړاونو کې د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو له خوا فني او تخنیکي څارنې ترسره کېږي
د کارته نو او قلعه زمان خان ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي