الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

15446.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې او اوومې ناحیو اړوند د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې په دوامداره توګه روانې دي ترڅو قیرکولو ته چمتو شي. دغه سړک چې، (۳،۱۷۶) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري، د دارالامان له ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې غځېدلی، چې دلښتیو، پلولارو، ګلدانونو، او د معیاري سړک د نورو برخو جوړول هم پکې شامل دي. اړوند مسئولین هڅه کوي ترڅو یاد سړک په روان کال کې په لوړ کیفیت او له تخنیکي معیارونو سره برابر جوړ او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د یادونې وړ ده چې، له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې د دې سړک د درېیمې او څلورمې برخې تدارکاتي پړاونه تر لاس لاندې دي ترڅو دا سړک د کابل- لوګر تر سړک پورې په اساسي توګه جوړ شي