الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پل سوخته - دارالامان سړک په اوږدو کې د ګلدان د رغولو چارې روانې دي

15451.jpg (1820 × 1024)

د زرغونو سیمو د پراختیا او د ښاري ښکلا د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا له پل سوخته څخه تر دارالامان پورې د سړک په اوږدو کې د ګلدان د رغولو چارې روانې دي. د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین "پټان" په دې اړه وویل: د شته ونو د پاملرنې سربیره، د ۱۴۰۴ هجري کال له پسرلي راهیسې په دې ګلدان کې شاوخوا (۱۵۰۰) بوټي د مرسل ګلان کېنول شوي دي، او په پلان کې ده چې (۶۰۰) نور بوټي هم کینول شي. ښاغلي پټان زیاته کړه چې، اوس مهال یاد ګلدان د کارول شویو اوبو په وسیله خړوب کیږي، او ټاکل شوې ده چې، په نږدې راتلونکي کې به په دې سیمه کې د دې ګلدان د خړوبولو لپاره د اوبو یوه معیاري تصفیه خونه جوړه شي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست هڅه کوي چې، د داسې برنامو له لارې کابل ښار ته ښکلې بڼه ورکړي