الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بره کي په څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

15453.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د بره کي په څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي چې، په نږدې راتلونکې کې  د دې مهمې پروژې د دویمې برخې چارې هم پیل شي. د یادې پروژې په لومړۍ برخه کې د نادریې لېسې له څلورلارې څخه د ترافیک څلورلارې په لور د (۴۷۰) مترو په اوږدوالي، د (۲۰) مترو په سور، (۵.۵) مترو په ژوروالي او (۵۲۵) استحکامي پایو( ستنو) په درلودلو سره تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې او په دویمه برخه کې یې له دهن باغ څلورلارې څخه د پروان دو څلورلارې په لور د (۷۰۰) مترو په اوږدوالي، د (۲۰) مترو په سور، د (۵.۵) مترو په لوړوالي او د (۴۴۰) پایو ( ستنو) په درلودلو سره د هوايي پله جوړول شامل دي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا تر تخنیکي او فني څېړنو وروسته، د ترافیکي وضعیت د ښه والي او د ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه، د بره کي څلورلارې په ترکیبي توګه د هوايي پله او ترځمکې لاندې سړک په بڼه ډیزاین شوې ده. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست بشپړ چمتوالی لري چې، د روان کال په اوږدو کې تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې بشپړې او په راتلونکې کال کې به د هوايي پله د جوړولو چارې پیل کړي. د دې مهمې پروژې د پلي کېدو او له بدیلو لارو څخه د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې د اړوند ادارو او ښاریانو مرسته مهمه او اړینه بلل کېږي