الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ستانکزي له څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

15455.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند د ستانکزي له څلورلارې تر بګرامیو پورې د ۲۵۶۱ مترو په اوږدوالي او ۴۰ مترو سور د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، پلچکونو، د څراغونو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د سړک جوړولو چارې روانې دي کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې کړي د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي ترڅو یې دجوړلو چارې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت کې بشپړې شي د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ګڼې ترانسپورتي ستونزې هوارې او بله خوا به د کابل ښار د سویلي زون اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي