د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د خیرخانې له کوتل څخه د قرغې تر سړک پورې ( د کابل شمال- لوېدیځ) نښلوونکي سړک په اوږدو کې د غرنیزو برخو د خنډونو پاکولو او کیندنو چارې بشپړې شوې. اوس مهال د یاد سړک د ۵۰۰ متره برخې اساسي چارې روانې دي ترڅو قیر چارو ته چمتو شي. دا سړک د ۷۶۴۵ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د پنځمې او اولسمې ناحیو ترمنځ موقعیت لري چې، څه باندې ۷ کیلو متره برخه یې مخکې قیر شوې ده. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل د شمال او لوېدیځ ترافیکي بهیر ووېشل شي او د سرای شمالي او د ښار د مرکزي برخو په سړکونو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي
د خیرخانې له کوتل څخه تر قرغې سړک پورې د نښلوونکي سړک د خنډونو د پاکولو چارې بشپړې شوې