الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پولي تخنیک غره په لمن کې د سړک جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلې دي

15462.jpg (1820 × 1024)

له بادام باغ څخه تر باغ بالا پورې د (۹۰۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره د پولي تخنیک غره په لمن کې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلې دي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتيو، پلیو لارو، استنادي دیوالونو، د څراغونو نصبول او په سړک دکرښو اچول هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د مسئولینو په وینا؛ اوس مهال په یاد سړک د کرښو اچولو چارې روانې دي چې، نښلونکې، منقطع، د پلیو لارو دهلیزونه او ترافیکي نښې په بر کې نیسي او دا کار د ترافیکي بهیر د نظم  د ښه والي په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. همدا راز ټاکل شوې ده په نږدې ورځو کې د دې سړک د پلیو لارو د جوړولو چارې هم ترسره شي. دا سړک چې، څلورمه، پنځمه او اولسمه ناحیه یو له بل سره نښلوي، د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري او په جوړېدو سره به یې د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. کابل ښاروالۍ د ښار د سړکونو شبکې د اصلاح پلان له مخې د ښار معیاري ودې او په بېلابېلو سیمو کې د نویو سړکونو جوړولو ته ژمنتیا لري ترڅو د کابل ښار آبادۍ او پرمختګ ته زمینه برابره او په ښاري ژوند کې سوکالي رامنځته شي