الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په ۴۶م ګذر کې د فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي

 15466.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د اتمې ناحیې د ۴۶م ګذر اړوند په سرک سیاه سیمه کې د فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک ۱۰۸۵ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې چارې تر دې مهاله ۸۰ سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده راتلونکې څه کم یوې میاشتې پورې بشپړې شي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر ټولنیزې او ترانسپورتي ستونزې هواري شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.