الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور د سړک په اوږدو کې د پله جوړولو اساسي چارې بشپړې شوې

15472.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې او شپږمې ناحیو اړوند له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور د نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ نوي پله د جوړولو اساسي چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو. دا پُل (۳۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري چې، په دوه لینونو کې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د یوه کاري کال په موده کې جوړ شو او ټاکل شوې ده په نږدې ورځو کې یې د فرش قیر چارې هم ترسره شي. همدا راز د (۹۱۰)  مترو په اوږدوالي او د (۳۰) مترو په سور سره له پُل سوخته څخه د پُل سرخ په لور د سړک چارې هم د ټولو جزئیاتو په ګډون د بشپړېدو په حال کې دي. د دې پله او سړک په جوړېدو سره ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.  د دې پروژې په پلي کېدو سره د برچي عمومي سړک، ګولايي دواخانې سړک، د کارته چهار (۳۰) متره سړک او کوټه سنګي سیمې ترافیکي بهیر ویشل شوی  او په یادو سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه را کمه شوې ده