الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پغمان پخواني سړک د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي

 15484.jpg (1820 × 1024)

د څوارلسمې ناحیې اړوند د قرغې بند له سیمې څخه تر تاق ظفر پورې د پغمان پخواني سړک د جوړولو او پراختیا چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي چې، دغه پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د قرغې له بند څخه د پغمان  تر طاق ظفر پورې سړک (۹۱۵۳) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري، چې په جوړیدو سره به یې د څوارلسمې ناحیې د اوسیدونکو او د پغمان تفریحي سیمې ته د تلونکو هیوادوالو لپاره ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د سړک جوړونې دا پروژه د کابل ښار د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د وضعیت د ښه والي  په برخه کې مهم رول لري.