ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک د اساسي برخو د جوړولو چارې روانې دي ترڅو قیر چارو ته چمتو شي. دا سړک۲۷۹۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، د روان کال په بهیر کې به جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په دې پروژه کې د یوه کانال، پلچکونو، لښتیو، پلو لارو او ګلدانونو جوړول، د بایسکل چلولو لیکې، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د ترافیکي نښو نصبول هم شامل دي. د دې سړک په جوړېدو سره به د صحت عامې، مکروریانو او هوايي ډګر په څلورلارو او ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او د کابل ښار اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي
د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نښلوونکي سړک د اساسي برخو د جوړولو چارې روانې دي