الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر شمال ته د زرغون کمربند په سیمه کې د ونو خړوبولو حشر ترسره شو

15496.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مسئولانو، د خصوصي سکټور( هوټل لرونکو) د استازو او د پنځلسمې ناحیې د اوسېدونکو په ګډون د هوايي ډګر شمال ته د زرغونو کمربند په سیمه کې د ونو خړوبولو حشر ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان د حشر له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ونو او زرغونو سیمو ساتنه او خړوبول یوازې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مسئولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې ټول ښاریان اخلاقي او ملي مسئولیت لري او د ګرمۍ په دې موسم کې باید د ونو او نیالګیو د خړوبولو په برخه کې ټول لاس په کار شو. نوموړي ټینګار وکړ چې، د زرغونتیا ریاست د ښار په کچه د زرغونو سیمو د ساتنې، پراختیا او خړوبولو په برخه کې هڅه کوي، خو د ښاریانو له همکارۍ پرته په دې برخه کې د پلانونو پلي کول سخت دي. ورته مهال د پنځلسمې ناحیې مرستیال مولوي سراج الدین د یادې ناحیې د اوسېدونکو په استازیتوب ژمنه وکړه چې، د خصوصي سکټور او ښاریانو په مرسته به د قصبې د زرغون کمربند په سیمه کې د ونو او نیالګیو ساتنه کوي. نوموړي څرګنده کړه چې، زرغونې سیمې د انسانانو په ژوند کې ځانګړی ارزښت لري. د یادونې وړ ده چې، په دې ګډ کار کې د ممتاز محل، اورانوس، استقلال، سلطان شهر، خلیج او شام پاریس هوټلونو او د پنځلسمې ناحیې د تنظیفي خدمتونو شرکتونو د ۷۰ ټانکرونو اوبو همکاري وکړه.