د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د موټرو د تګ راتګ یوه د اساسي پله په شمول د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده د روان کال په بهیر کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه سړک چې، (۱۷۳۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، په اوږدو کې یې د (۳۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ د یوه اساسي پله د جوړولو چارې هم روانې دي. دغه پروژه د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په اساسي او معیاري توګه د پلي کېدو په حال کې ده. یاد سړک د کمپنۍ او برچي سیمو د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې مهم رول لوبوي چې، په جوړېدو سره به یې ترانسپورتي ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول هم شامل دي.
د دیوان بیګي او مهتاب قلعه ترمنځ د نښلوونکي سړک او پُل جوړولو چارې روانې دي