د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوولسمې ناحیې د ۳۱م او ۳۲م ګذر اړوند په رفاه ښارګوټي کې د دوه فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي. دغه دوه سړکونه په ټولیزه توګه (۷۲۷) متره اوږدوالی او له (۵) څخه تر (۷.۵) مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې تر دې مهاله (۷۰) سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو پنځلسو ورځو پورې بشپړې شي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې او ټولنیزو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي
په رفاه ښارګوتي کې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي