د دویمې ناحیې اړوند د کابل ولایت ودانۍ له مخې څخه تر ماشین خانې پورې د (۷۸۳) مترو په اوږدوالي او (۳۲) متره په سور سره د جوی شیر د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په موخه، د کیندنو، هوارولو، د استنادي دیوالونو او لښتیو جوړولو چارې روانې دي. ورته مهال له جوی شیر څخه تر پُل ارتل پورې د (۸۲۰) مترو په اوږدوالي او (۴۵) مترو په سور او له پُل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې د (۱۰۴۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره د سړکونو جوړولو چارې هم جریان لري. د دغې پروژې په بشپړیدو سره به له یوې خوا د ښار په مرکزي برخو کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې ستونزه په بنسټيزه توګه هواره او بله خوا به د صدارت څلورلارې، ملک اصغر څلورلارې، قوای مرکز، ده افغانانو، د زیر زمینۍ د سر او نورو ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي بهیر ووېشل شي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ولایت اداري ودانۍ له مخې څخه د جوی شیر سړک په لور یو موټریز پل هم په پام کې نیول شوی، چې، اوس مهال یې د ډیزاین چارې روانې دي
د جوی شیر د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي