الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل-لوګر سړک د لومړي فاز د جوړولو چارې دوام لري

15514.jpg (1820 × 1024)

د کابل-لوګر سړک د لومړي فاز دبېلابېلو برخو ( هوارولو، د جدولونو نصبولو، د کانالونو، لښتیو او نورو اساسي برخو) د جوړولو چارې په چټکۍ سره دوام لري. یاد سړک چې (۷) کیلومتره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې د یوه معیاري سړک د ټولو ځانګړتیاوو په لرلو سره ډیزاین شوی دی. د کابل- لوګر سړک چې د کابل ښار په سویلي زون کې یو له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه ګڼل کیږي؛ کابل ښاروالۍ د دې سړک د حیاتي اهمیت په درک کولو سره ژمنتیا لري چې، دغه پروژه په لنډ وخت کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري. د یادونې وړ ده چې، څه موده وړاندې د دې سړک یو کیلومتر برخه د بنسټیزو چارو تر بشپړیدو وروسته قیر شوې، او پاتې برخې به یې هم ډیر ژر قیرکولو ته چمتو شي.