الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړلو چارې روانې دي

15520.jpg (2048 × 2048)

 

 د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د ( کابل- جلال آباد سړک) د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي څو قیرکولو ته چمتو شي.

د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې،  (۹۳۹۷) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د پلیو لارو، لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو کرښو، تم ځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزیات هم شامل دي. 

کابل ښاروالۍ د ګڼې ګوڼې د ستونزو په درک کولو او په کابل ښار کې د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، له پکتیا کوټ څخه تر تنګي غارو پورې د (۱۰.۲۵۰) مترو په اوږدوالي او (۶۰ )مترو په سور سره د یاد سړک د دویمې برخې دجوړولو چارې هم پیلوي.