د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ښار په شمالي زون کې د ترافیکي بهیر د ښه والي په موخه، د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا له ګولايي څخه تر قصبې (میرزا عبدالقادر "بیدل" سړک) پورې سړک د جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک چې، (۶۷۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا ډیزاین شوی دی. په دې پروژه کې د (۲۰) مترو په اوږدوالي او (۱.۳) مترو په سور سره یو پلچک او د یو معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي، چې د روان کال په اوږدو کې به په معیاري او اساسي ډول جوړ شي. د یادې پروژې د کار د کیفیت د تضمین په موخه، په بېلابېلو پړاونو کې د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو له خوا فني او تخنیکي څارنې ترسره کېږي. د دې سړک په بشپړېدو سره به له یوې خوا د ښار په شمالي زون کې ترافیکي وضعیت ښه والی ومومي او بله خوا به ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي
د خواجه بغرا له ګولايي څخه تر قصبې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي