د اتمې او شپاړلسمې ناحیو اړوند د کارته نو له سړک ( د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) څخه تر قلعه زمان خان او د کابل- جلال آباد سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د سړک جوړونې دغه مهمه پروژه ښاریانو ته د تګ راتګ، په سیمه کې د ترانسپورتي آسانتیاوو د رامنځته کولو او د اقتصادي ودې په برخو کې مهم رول لري. د سړک جوړونې په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه (۴۷۱۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د کابل سیند د پاسه د یوه پُل، استنادي دیوال، د (۲۰۱) مترو په اوږدوالي او د (۱.۵) مترو په ژوروالي او سور سره د یوه کانال، د (۱۷، ۳۱ او ۴۵) مترو په سور د (۳) پلچکونو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې مهمې پروژې د کار له کیفیت څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي ترڅو په ټاکلي وخت او ښه کیفیت بشپړه شي. پاتې دې نه وي چې، د دې سړک په جوړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو د اوسېدونکو ترانسپورتي او ټولنیزې ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د کارته نو له سړک څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي