له سپاهي ګمنام چوک څخه د باغ قاضي تر سړک پورې د سنګ تراشۍ ( شور بازار) سړک د خاورینې برخې د جوړولو چارې په چتکۍ سره روانې دي ترڅو قیر چارو ته چمتو شي. دا سړک ۲۹۳ متره اوږدوالی او ۲۵ متره سور لري چې، د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د څراغونو نصبولو او کرښو اچولو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د ګڼه ګوڼې ستونزې ته په کتو د دې سړک چارې په دوه کاري وختونو ( شپه او ورځ) کې ترسره کېږي ترڅو په لنډ وخت کې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره د سیمې ترافیکي بهیر ووېشل شي او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي
د سنګ تراشۍ ( شور بازار) سړک د خاورینې برخې د جوړولو چارې روانې دي