الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتلسمې ناحیې په ۹م ګذر کې د فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي

15557.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د اتلسمې ناحیې د نهم ګذر اړوند د ده سبز په پکتیا مېنه سیمه کې د فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړک په ټولیزه توګه ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې تر اوسه ۴۵ سلنه چارې مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده او په پلي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي