د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپاړلسمې ناحیې د شلم ګذر اړوند په خراسان ښارګوټي کې د (۳ ) فرعي سړکونو کانکرېټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړکونه چې، په ټولیزه توګه (۷۹۸) متره اوږدوالی او له (۵ څخه تر۶) مترو پورې سور لري، د لښتیو په ګډون به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په معیاري توګه بشپړ او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
د شپاړلسمې ناحیې په ۲۰م ګذر کې د فرعي سړکونو کانکرېټ چارې روانې دي