د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د شپږمې ناحیې د لومړي ګذر اړوند په کارته سه سیمه کې د پنځو فرعي سړکونو قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د فني مرستیال انجنیر محمد داود ځواب په وینا، دغه فرعي سړکونه چې په ټولیزه توګه (۱۱۲۸) متره اوږدوالی او له (۱۶) څخه تر (۲۰) مترو پورې سور لري، د څلورو سړکونو قیر چارې یې څه موده وړاندې بشپړې شوې او اوس مهال یې د پاتې یوه سړک قیر چارې چې، د برښنا ستنو او د اوبو رسونې نل لیکو د شتون له امله ځڼډېلې وې د ترسره کېدو په حال کې دي. په دې پروژه کې د لښتیو او پلیو لارو جوړول هم شامل دي چې، په بشپړېدو سره به یې په ترافیکي او ترانسپورتي بهیر کې مثبت بدلون رامنځته شي
د کارته سه په سیمه کې د فرعي سړکونو قیر چارې وروستي پړاو ته رسېدلي دي