الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګذرګاه په لومړۍ برخه کې د کوڅو کانکریټ چارې روانې دي

15564.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې د لومړي ګذر اړوند په ګذرګاه سیمه کې دپنځو کوڅو د کانکریټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پرژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژه چې، په ټولیزه توګه (۷۰۰) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر (۵) مترو سور لري، د لښتیو، (۱۱۰۰) متر مکعب استنادي دیوال او (۱۰۰) مترو زینو په ګډون یې تر اوسه (۸۰) سلنه چارې مخته تللې او تر راتلونکو (۱۰) ورځو پورې به په اساسي توګه بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې اوسېدونکو ته ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده