ابویاسر "پښتون"
انسان او ټولنه دوه هغه کلمې دي چې، موږ په خپل ورځني ژوند کې ورسره مخ یوو. دا دوه کلمې د اړیکو له مخې له یو بل سره تر دې حده نږدې دي چې، د یوه په نه شتون کې د بل شتون ناشونی دی، دا خبره موږ ډیره اورو چې انسان یو ټولنیز موجود دی، پدې معنی چې په یوازې ژوند نشي کولای بلکې د نورو انسانانو په ملتیا، مرسته او تعامل کې خپل ژوند ته دوام ورکوي. له هماغه لومړیو څخه چې انسان د ځمکې پر مخ ژوند پیل کړی، د ټولنې اړتیا یې درک کړې دي.
که ټولنه د انسانانو له ټولګې څخه جوړه شوې ده، انسان هم د ټولنې بنسټیز غړی دی. دا دواړه یو پر بل اغېز لري او یو له بل څخه یې جلا کېدل ناشوني دي، په دې موخه چې، دا موضوع مو په ښه ډول څیړلې وي اړینه ده چې د انسان او ټولنې په مفاهیمو په جلا جلا ډول رڼا واچول شي:
انسان:
د انسان د وجه تسمیې په اړوند بېلا بېل نظرونه شتون لري او پدې اړه بحث ډیر پراخ دی چې نشو کولای ټول پدې لیکنه کې را واخلو، خو پدې اړه یو نظر چې په انترنیتي برخه د ویکې فقې په سایت کې هم را اخیستل شوی داسې دی:
انسان په اصل کې نسیان دی او نسیان بیا هېرولو ته وایي، په دې توګه چې انسان له الله(ج) سره خپل کړی عهد هېر کړی او انسان د ډېر استعمالېدونکي لفظ په خاطر لنډ(انسان) لوستل کیږي.
یا وایي چې: انسان له اُنس څخه سرچینه اخلي او اُنس بیا رڼا، مینې او محبت ته ویل کېږي، پدې معنی چې انسانان باید په خپل منځ کې مینه او محبت وکړي.
د انسان د اصطلاحي تعریف په اړه:
انسان، بشر، او آدم هغه درې کلمې دي چې، په ټوله کې په هغه موجود باندې صدق کوي کوم چې د نورو موجوداتو سره د ورته ځانګړتیاو تر خوا د نطق (خبرو کولو) خاصیت لري، خو د لغت پوهانو په اند دا درې واړه کلمې سره توپیر لري چې کله د آدم کلمې باندې بحث کیږي نو یو ډول یې د انسان څخه موخه ده. د بیلګې په توګه، ښځه، نارینه ... همدارنګه بل یې د بشر او انسان کلمه ده. په قرآنکریم کې چې کله د بشر کلمه ذکر کیږي نو موخه یې د انسان ظاهري جسم، د هغه پوستکی او بدن وي. خو کله چې د انسان د کلمې ذکر راغلی دی نو بیا یې موخه د انسان داخلي جوهر یعنې د هغه استعدادونه او کمالات وي.
په هر صورت که موږ له همدغه تشریحاتو څخه لاندې تعریف ترتیب کړو نو بسنه به وکړي.
انسان له هغه اسکلیت یا جوړښت څخه عبارت دی چې، د خپل خالق د عبادت په موخه خلق شوی او په خپل منځ(انسانانو) کې په محبت، مینې او ورورولۍ باندې مکلف ګرځول شوی دی.
ټولنه:
د وګړو یوه ګډه ټولګه چې په یوه واحده جغرافیه کې سره ژوند وکړي، ګډ فرهنګ، دودونه، ارزښتونه، قوانین او اړیکې ولري همدې ته ټولنه وایي. ټولنه د انسانانو د ټولنیز ژوند بنسټ جوړوي، چې په کې خلک یو له بل سره اړیکې لري او ګډې موخې تعقیبوي. همدارنګه ټولنه د انسانانو د متقابلې همکارۍ او اړیکو یوه شبکه ده چې، د هغوی اړتیاوې او ستونزې د ګډو هڅو له لارې حل کوي.
دا چې د انسان او ټولنې په مفاهیمو و پوهېدو اوس د انسان او ټولنې ترمنځ د متقابلو اړیکو په اړه خپل بحث ته دوام ورکوو:
د ټولنې د رامنځته کېدو اړتیا:
دا چې انسان په یوازې ځان نشي کولای خپلې ټولې اړتیاوې پوره کړي، لکه خواړه، سرپناه، خوندیتوب، تعلیم، درملنه او نور، دا اړتیاوې یوازې د نورو انسانانو په مرسته پوره کېږي، نو ځکه انسان دې ته اړ دی چې له نورو سره یوځای ژوند وکړي، د اصولو پابند وي او ګډ کارونه ترسره کړي. له همدې امله ټولنه منځ ته راځي.
د انسان رول په ټولنه کې:
انسان نه یوازې له ټولنې څخه ګټه اخلي، بلکې مسئولیت هم لري چې د ټولنې د پرمختګ، نظم او اخلاقو لپاره هڅه وکړي. ښوونځي، کورنۍ، دین، کلتور او رسنۍ ټول هغه وسایل دي چې، انسان یې له لارې خپل ټولنیز رول زده کوي او هغه ته د عمل جامه ور اغوندي، د ځان د مثبت بدلون لارې چارې له نورو سره شریکې کړي او خپلې ټولې هغه تجربې چې، نوموړی یې تر موجوده بریالي حالته رسولۍ د نورو د ژوند د هوساینې لپاره د دوی مخې ته کیږدي.
د انسان په جوړښت کې د ټولنې رول:
ټولنه په انسان مستقیم اغېز لري. د ټولنې ارزښتونه، دودونه، باورونه او اصول د انسان شخصیت جوړوي. یو ماشوم چې په کومې ټولنې کې لویېږي، د هماغې ټولنې د اصولو له مخې فکر، احساس او عمل کوي. ښه ټولنه غوره انسانان روزي او ناوړه ټولنه بیا انسان له لارې ویستلی شي.
پایله:
د لیکنې په وروستۍ برخه کې دې پایلې ته رسېږو چې، ووایو: د انسان او ټولنې ترمنځ اړیکه دوه اړخیزه ده، انسان ټولنه جوړوي او ټولنه بیا انسان روزي. د یو ښه انسان مسئولیت دا دی چې، خپله ټولنه ښکلې، منظمه او پرمختللې کړي، د ټولنې په ټولګټو برخو کې خپله سرښندنه ونه سپموي او د یو عادلانه ټولنیز جوړښت لپاره هڅه وکړي. که چیرې موږ وغواړو چې ښه ژوند ولرو، اړتیا ده چې ښه انسانان او ښه ټولنه ولرو، د نورو د هوساینې فکر ولرو او په پرمختګ کې یې خپله بریا حس کړو.