د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د شپاړلسمې ناحیې په ۱۳م ګذر ده خدایداد سیمه کې د ۴ کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا کوڅې په ټولیزه توګه ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري چې، د لښتیو او استنادي دیوال په ګډون به یې چارې تر راتلونکو دوه میاشتو پورې په اساسي توګه بشپړې شي. په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده او په پلي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي
د شپاړلسمې ناحیې په ۱۳م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي